د کابل ښاروالي وایي چې په ۱۶مه ناحیه کې د فرعي سړکونو، کوڅو او تفریحي پارک جوړولو د شپږو پروژو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژهیي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۵۰٫۹ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې په دغو پروژو کې په ټولیزه توګه د ۳ زره ۸۴۷ متره په اوږدوالي او ۴ – ۶ متره په سور سړکونه او کوڅې، او همداراز پر ۸۰۰۰ متره مربع ځمکه یو تفریحي پارک شامل دی.
د کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي په هره پروژه کې د ورځې شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یاولو ده چې د دې پارک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي مناسب تفریحي ځای ته لاسرسی ومومي او همداراز به د کابل ښار بڼه مثبت بدلون ومومي.

