عامې روغتیا وزارت وایي چې په خوست ولایت کې د خوراکي توکو ۹ تولیدي کارخونې، ۱۷۶ روغتیايي مرکزونه او ۸۱ درملیز تاسیسات تړل شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا اقدام له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې، د قانوني جوازونو نه لرلو، شفري نسخو لیکلو، په لوړ قېمت د درملو پلور، مسلکي اشخاصو نهشتون او د حفظ الصحې نه مراعتولو له امله شوی دی.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې څارنې په پایله کې همداراز ۲ زره ۳۱۹ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بېکیفیته درمل، طبي توکي او ۳۳۳ قلمه خوراکي توکي راټول شوي دي. د سرچینې په وینا چې د روان کال په لومړۍ او دویمه ربع کې راټول شوي ۳۰ ټنه له نېټې تېر او بېکیفیته درمل، طبي، خوراکي او سینګار توکي د یو شمېر مسوولینو په شتون کې له منځه وړل شوي دي.

