د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري له راستنو شویو کډوالو سره د نغدي مرستو او غنمو د وېش په موخه د تخار مرکز تالقان ته رسېدلی دی.
د ياد وزارت وياند مولوي شېر احمد هاتمي په حواله، په دې تړاو جوړو شويو رسمي مراسمو کې د تخار والي مولوي سميعالله حزبالله دا مرستې پر وخت او اغېزمنې بللې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ټينګا کړی، چې اسلامي امارت د راستنو شویو کډوالو ملاتړ خپله مسوولیت بولي او د هغوی د بیا مېشتېدو، کار موندنې او ښه ژوند لپاره هڅې روانې دي.
د معلوماتو له مخې، ياد شمېر راستنو شوي کډوالو کورنیو ته هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ نغدي پيسې او پنځه بورۍ غنم مرستې ووېشل کېږي.
دا په داسې مهال ده، چې ياد وزارت د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ د راستنو شويو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل کړې چې پيل يې هم له بغلان ولايت څخه کړی دی.

