د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ امېد راډیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د مرکز او لرې پرتو ولسوالیو په کچه د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۸۴ میله بېلابېلې وسلې، چې په ناقانونه توګه ساتل کېدې، کشف او ضبط کړې دي.
د ښاغلي ځدراڼ په وینا، يادې وسلې چې د بيتالمال اړوند وې، د قانوني پړاو تر بشپړېدو وروسته د جنايي جرمونو ضد اړوندې ادارې له لوري د ثبت او تثبيت کمېټې ته سپارل شوې دي.
امنیتي ځواکونو د پکتیا اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د عامه امنیت او نظم د ټینګښت لپاره به هېچا ته د ناقانونه او مشکوکو کړنو اجازه ورنه کړي.

