ډېر لوستل شوي

بنګله‌دېش د افغان «پنبې» پېر او د ټوکرو صنعت کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

بنګله‌دېش ته د تللي افغان پلاوي غړي او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم ویلي، چې د بنګله‌دېش د البسې تولید او صادراتو ټولنې د افغانستان د پنبې (مالوچو) پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ښاغلي اعظم په وینا، د یادې ټولنې تر چتر لاندې کمپنیو تېر کال شاوخوا ۴۰ میلیارده ډالر صادرات لرل.
د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي اړيکو رييس زياته کړې، چې له دې ټولنې سره د افغان پنبې د پېر ترڅنګ، د ټوکرو د تولید په برخه کې د پانګونې پر میکانېزمونو هم خبرې شوې دي.

اړوند خبرونه