د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د زنخان ولسوالۍ په ګوډلي کلي کې د ۱۰.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې دي.
یاد رياست وايي، په دې پروژه کې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، د ۶۰ متر مکعب وړتیا لرونکې د پاکو اوبو ذخیره، د ۱۰۱۲۹ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۱۷۳ شیردهنونو نښلول شامل دي.
د مسوولينو په وينا، د پروژې د پلي کېدو پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به د یاد کلي ۳۹۶ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د پرانېستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا رييس، د اقتصاد ریاست استازو، د مؤسسې استازو او د سیمې مخورو ګډون کړی وو.
د یاد ریاست رييس مولوي محمد قاسم امنیي د پروژې د پيل مبارکي ورکړې او له خلکو یې وغوښتي چې د پروژې د ښه تطبیق لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

