ډېر لوستل شوي

هلمند کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د هلمند امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دويمې شهرا د سنګيلان په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، چې پېښه د يوه بار وړونکي ټېلر او کورولا موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښې ځای ته د ترافيکو مديريت منسوبینو پر وخت رسېدنه کړې او شهيدان‌ ـ‌ ټپيان يې د بُست ولایتي روغتون ته لېږلي دي.

اړوند خبرونه