ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې هېواد ته د سختې یخنۍ څپې د راننوتو اټکل کړی  

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې اداره وایي چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمال‌ختیځ، سوېل‌ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د تودوخې درجې د ټیټېدو اټکل شته.

یادې ادارې له هېوادوالو غوښتي چې د سړې هوا پرمهال لازم احتیاطي تدابیر ولري. 

د هواپېژندنې ادارې همداراز سبا (جمعه) په بدخشان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د واورین او باراني ورښت اټکل هم کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۲۵ او د واورې کچه  له ۱۰ – ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کېدای شي.  د یادولو ده چې د دې ترڅنګ د سالنګونو په ګډون د هېواد په مرکزي او سویل‌ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو په اړه خبرداری هم ورکړل شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۸۵ کیلو مترو پورې وي.

اړوند خبرونه