ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې د دفاعي ځواکونو بېړنی اقدام؛ مسمومه شوې مېرمن روغتون ته لېږدول شوې

د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند پنځمې پلې لوا ځواکونو د وردګو په مرکز ميدان ښار کې د راستنو شويو کډوالو په پنډغالي کې د ډبرو سکرو د بخارۍ د ګاز له امله د يوې مسمومه شوې مېرمن ژوند ژغورلی دی.

د مرکزي قول اردو د پنځمې پلې لوا د رسنيو دفتر وايي، چې د پېښې سيمې ته د پنځمې تأميناتي کنډک ژغورنې روغتيايي ټيم، د يو امبولانس او دوو رنجر موټرونو په ملتيا رسېدلي او مسمومه شوې مېرمن يې د درملنې په موخه نږدې ولايتي روغتون ته لېږدولې ده.

همداراز، د یاد ولایت په مرکز کې هغه ماشومان او ښځې، چې د موټر د خرابېدو له امله د شپې ناوخته لاره کې بند پاتې شوي وو، د پوځي سرتېرو له لوري به ډېر ژر خپلو استوګنځایونو ته ورسول شي.

چارواکي وایي، چې دفاعي ځواکونه د هېوادوالو د خوندیتوب او هوساینې لپاره په هر ډول حالاتو کې د مرستې چمتووالی لري.

اړوند خبرونه