ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال بنګله‌دېش کې د ټوکر سترو تولیدي فابریکو ته ورغلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد نن په بنګله‌دېش کې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه کړې، او هلته یې د پنبې سکتور له یو شمېر افغان سوداګرو سره هم کتلي دي. 

په دې کتنه کې بنګله‌دېش ته د افغانستان د پنبې پر صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سوداګرۍ پر پراختیا هراړخیزې خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د مولوي احمدالله زاهد په حواله ویل شوي چې افغانستان د لوړ کیفیت طبیعي پنبه لري، او د پروسس او معیارونو په برخه کې یې پانګونه د سیمې او نړۍ په بازارونو کې خپل ځانګړی ځای موندلای شي. ښاغلي زاهد همداراز بنګله‌دېشي تجارانو او فابریکه دارانو ته بلنه ورکړې چې له افغان سوداګرو سره مستقیمې اړیکې جوړې کړي او د ګډو همکاریو له لارې دواړو لورو ته ګټه ورسوي.

اړوند خبرونه