ډېر لوستل شوي

“پر خوارځواکۍ اخته ماشومان د دايمي ودې په لاره کې له جدي ګواښونو سره مخ کېږي”

د عامې روغتيا وزارت د سختې خوارځواکۍ ملي لارښود او د دې ناروغۍ د مديريت د پلي‌کېدونکي پلان پرانيست غونډه کړې ده.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ياد وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال مولوي عبدالولي حقاني په حواله ويلي، چې دا ملي لارښود به يوازې په مرکز پورې محدود نه وي، بلکې د هېواد لرې پرتو سيمو ته به هم ورسېږي.
ښاغلي حقاني زياته کړې، روغتيا د هرې ټولنې بنسټ جوړوي او هغه ټولنه چې ماشومان يې له خوارځواکۍ سره مخ وي، د پرمختګ او دايمي ودې په لاره کې له جدي ګواښونو سره مخ کېږي.
مولوي عبدالولي حقاني همداراز ټينګار کړی، چې د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه يوازې د عامې روغتيا وزارت مسووليت نه، بلکې په دې برخه کې بايد عام هېوادوال، علما، ښوونکي او نور ټولنيز قشرونه ونډه واخلي.

اړوند خبرونه