د خوست او بلخ مسوولین وایي، په یاد ولایتونو کې دوه کسان له څه باندې ۲۰ کیلوګرامه چرسو سره نیول شوي دي.
د خوست مسوولینو ویلي چې د یاد ولایت په «ګربزو» ولسوالۍ کې یو کس له ۱۸ کیلوګرامه چرسو سره نیول شوی دی.
د دغه ولایت د والي ویاند، مستغفر ګربز په اېکسپاڼه لیکلي چې دا کس د امنیې قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري نیول شوی او عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.
بلخوا امنیې قوماندانۍ ویلي چې د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نشهیي توکو یو پلورونکی له څه باندې درې کیلوګرامه چرسو سره ونیول شوی دی.

