ډېر لوستل شوي

له تېرو دوو اوونیو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې زیات قاچاقي توکي نیول شوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو له تېرو دوو اوونیو راهیسې د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په نیول‌شویو توکو کې ۹ زره ۹۹۸ کیلوګرامه چاکلېټ، ۲۸ زره ۱۷۵ کیلوګرامه وریجې، ۵ زره ۳۶۰ کیلوګرامه نوې البسه، ۱۶زره ۷۹۹ کیلوګرامه درمل، ۲ زره ۹۴۰ کیلوګرامه رُب، ۲ زره ۳۱۰ کیلوګرامه ملایي، ۲ زره ۱۶۶ کیلوګرامه پټوګان شامل دي.

سرچینې لیکلي: “همداراز په دغو توکو کې (۱۷۰۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۱۸۰۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۲۱۱۰) کیلو ګرامه رخت، (۱۴۳۴) کیلو ګرامه ګوړه، (۹۱۲) کیلو ګرامه لېمو، (۶۴۰) کیلو ګرامه سبزي، (۴۷۸) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۹۶۰) کیلو ګرامه پیاز، (۶۳۰) کیلو ګرامه خامک تار، (۵۲۰) کیلو ګرامه ککاو، ۵۸۸ کیلو ګرامه د شیدو خام مواد، (۲۱۲) کیلو ګرامه تار، (۳۷۶) کیلو ګرامه د چلم مواد، (۲۸۸) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۲۱۰) کیلو ګرامه پلاسټیکي کڅوړي، (۲۴۰) کیلو ګرامه تشي بوجۍ، (۱۸۰) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۳۶۰) کیلو ګرامه د چلم ښیښې او نور مواد شامل دي.” مالیې وزارت لیکلي چې قاچاق کوونکو غوښتل، یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.

اړوند خبرونه