مالیې وزارت وایي چې د روان کال په تېره مرغومې میاشت کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړل شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضهليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۱۱ دفترونو څارنه کړې ده.
سرچینې لیکلي چې د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه د غيرقانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې شوې دي.
مالیې وزارت دا هم ویلي چې یاد رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې د ۸۱ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د معاملاتو لارښوونې د فعالیت ۶۴ نور جوازونه یې تمديد کړي دي.

