ډېر لوستل شوي

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه؛ کابل ښار کې څه باندې ۷۴ زره سوالګر راټول شوي

د ریاست‌الوزراء‌ اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون په نوبتي غونډه کې له راټولو شویو سوالګرو سره د نغدي مرستې د دوام ډاډ څرګند شوی دی.
اقتصادي معاونیت لیکلي، په دې غونډه کې هغه راپور وړاندې شوی چې له مخې یې په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو پروسې له پيل راهیسې ۷۴ زره ۹۶۸ سوالګر راټول شوي دي.
د راپور له مخې چې له دقیقې ارزونې وروسته ۳۷ زره ۹۴۷ مستحق او ۳۷ زره ۲۱ بیا حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې مستحق سوالګر افغاني سرې میاشتې ته ورپېژندل شوي، چې په میاشتني ډول ورته د بانکي حسابونو له لارې پیسې حواله کېږي.
“همدا ډول یوشمېر مستحق سوالګر بیا د درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت او ځینې بیا د کارموندنې په موخه کابل ښاروالۍ ته ورپېژندل شوي.”
په دې غونډه کې مولوي عبدالغني برادر اخوند ویلي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا کابل ښار کې سوالګر څه ناڅه زیات شوي او ټینګار یې کړی چې د مخنیوي لپاره یې جدي تعقیب او کار ته اړتیا شته.

اړوند خبرونه