د هلمند مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز، لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې ۱۰۹ میله بېلابېلې وسلې او نظامي تجهیزات کشف او نیول شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا وسلې او نظامي تجهیزات له تېرو دریو میاشتو راپدېخوا د کشفي معلوماتو له مخې د عملیاتو پرمهال ترلاسه شوي دي.
د سرچینې په وینا چې په دغو وسلو کې ٦٤ میله تپانچې، ٢٤ ميله کلاشينکوف، ٨ ميله کمرشکنان،٣ ميله بلازن، ٤ ميله ثقيلان، ٢ راکټ انداز، ۱ هشتاد دوو شامل وو.
د هلمند مسوولینو همداراز ویلي چې د دې ترڅنګ د ٥٥ ګرنېټ په ګډون زرګونه د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او زیات شمېر نور نظامي تجهیزات نیول شوي دي. د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په هلمند ولایت کې زرګونه میله وسلې او نظامي تجهیزات کشف او ضبط شوي وو.

