د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په یاد ولایت کې یوه خصوصي کارخونه هره میاشت شاوخوا یو نیم میلیون غوښین چرګوړي تولیدوي.
د امید راډیو خبریال په راپور کې د مسوولینو له قوله ویل شوي چې دا فابریکه د کندهار د فارمونو شاوخوا اویا سلنه اړتیا پوره کوي.
په ورته مهال د دې کارخونې مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې په یاده فابریکه پنځه میلیون ډالره پانګونه شوې، خو دوی د تخمي هګیو فارمونو د ډېرېدو غوښتنه کوي.
په راپور کې ویل شوي چې دا مهال د کندهار فارمونه درې میلیونه چرګوړو ته اړتیا لري، او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې دا اړتیا هم پوره شي.
د یادولو ده چې له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته، کورنیو تولیداتو ته د خلکو پاملرنې پانګوال هڅولي چې خپل تولیدات لا زیات کړي.

