د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت داسلامي عرفان او دیني چارو دانسجام مخکنی معین، شیخ عزیزالرحمن منصور د پروان د والي په توګه او د نیمروز مخکنی مرستیال، مولوي تور جان احمدي د دایکنډي ولایت د والي په توګه ټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کور او ښار جوړونې وزارت مخکنی مالي او اداري معین، حاجي ارسلا خروټی د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ابادۍ معین او د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو مخکنی رییس، مولوي محمد رباني ناصح د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري معین ټاکل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې همداراز د ستري محکمې د دار الافتاء ریاست مخکنی عضو، مفتي محمد طاهر احمد د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست د رییس، او د اسلامي امارت د مشرتابه د دفتر مخکنی عضو، مولوي نذیر احمد ناصر د چارو ادارې لوی ریاست د نظارت او پالیسۍ مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
بلخوا د چارو ادارې لوی ریاست د نظارت او پالیسۍ مخکنی مرستیال، مولوي عبدالباري عاطف د ریاست الوزراء مقام دفتر لوی ریاست عامه اړیکو مرستیال، او د دفاع وزارت حمایوي لواء مخکنی مرستیال، مولوي امین ﷲ طیب د پکتیکا ولایت د امنیې قومندان شوي دي.
ښاغلي مجاهد ویلي چې د لغمان ولایت مخکنی امنیې قومندان، مولوي نجیب ﷲ بدخشي د نیمروز ولایت د مرستیال په توګه، او د دایکنډي ولایت مخکنی والي، ملا نجیب ﷲ رفیع د سترې محکمې عمومي قطعاتو د عمومي قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
همداراز د پکتیکا ولایت مخکنی امنیې قومندان، مولوي محمد ﷲ براء د دفاع وزارت حمایوي لواء د مرستیال په توګه، او د ریاست الوزراء مقام دفتر عمومي ریاست د عامه اړیکو مخکنی مرستیال، قاري عبدالستار سعید د جهادي آثارو راټولولو او تنظیم ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي ذبیح الله مجاهد همداراز لیکلي چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت مخکنی مشاور، قاري احمد ﷲ سعید د جهادي آثارو او سندونو د ثبت ریاست د رییس په توګه، او د کندهار ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست مخکنی رئیس، مولوي سیدنور احمد سعید د جهادي نشراتو او کتابتون ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
همداراز د سترې محکمې امنیتي قطعاتو مخکنی قومندان، مولوي محمد عوض سعید د کندهار زون پولیسو د ښوونیز او رونیز مرکز د قومندان په توګه، او د پروان ولایت مخکنی والي، مفتي محمد ادریس انوري، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رییس په توګه ټاکل شوي دي.
بلخوا د ننګرهار جهادي مدرسې مخکنی مهتمم، مولوي ریاض ﷲ حقاني د کندهار ولایت احصائیې او معلوماتو ریاست د رییس په توګه، او د کندهار زون د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز مخکنی قومندان، مولوي مطیع ﷲ فاروقي د سترې محکمې امنیتي قطعاتو عمومي قومندانۍ د ملکي مرستیال په ټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند دا هم لیکلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د بدخشان ولایت اشکاشم بندر مخکنی کمیسیار، مولوي عبدالرازق شاکر د فاریاب پوهنتون رییس ټاکل شوی دی.

