ډېر لوستل شوي

د امید رسنیزې شبکې او تحصیلي بنسټونو د ګډې همکارۍ پرانېست غونډه پیل شوه

د اميد رسنيزې شبکې د کابل پوهنتون په ګډون له څو معتبرو تحصيلي بنسټونو (کابل، رڼا او باختر پوهنتونونو) سره د ګډې همکارۍ هوکړې پرانېست غونډه پیل کړه.

د هوکړې دا غونډه د اسلامي امارت چارواکو، د يادو پوهنتونونو مسوولينو، د رسنيو استازو او درنو استادانو په شتون کې پرانېستل شوې. د یادې رسنیزې شبکې مسوولین وايي، چې له دې هوکړې موخه د رسنیزو چارو اړوند د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، د عامه پوهاوي خپرونو پیاوړتیا او د ژورنالیزم پوهنځي با استعداده زده‌کړېالانو ته کاري فرصتونه برابرول دي.

اړوند خبرونه