ډېر لوستل شوي

بدخشان کې هوايي ځواک څلور تنه هېوادوال ژغورلي

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې هوايي ځواک يې د بدخشان ولايت ارغنجخواه ولسوالۍ د شيوا په سيمه کې د واورې ښويېدنې له امله يو تن ټپي او درې تنه په واورو کې بندپاتې هېوادوال ژغورلي دي.

ياد وزارت وايي، چې د ژغورنې دغه عمليات د « MI-17» روسيې ډوله چورلکې په وسيله ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې ياد کسان له سخت‌العبوره سيمې د بدخشان مرکز ته لېږدول شوي دي. مسوولین وايي، ټپي کس او درې نور ژغورل شوي کسان روغتیایي مرکز ته رسول شوي او دا مهال یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

اړوند خبرونه