ډېر لوستل شوي

د قیصار – لامان سړک ۵۰ کیلومتره برخې د رغولو چارې به ژر پیل شي

د ټولګټو وزارت وایي چې د بادغیس ولایت له مقر ولسوالۍ څخه د یاد ولایت تر بالامرغاب ولسوالۍ پورې د ۵۰ کیلومتره سړک د رغونې چارې له یو خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد سړک د ټولګټو وزارت په مالي لګښت رغول کېږي او د دریو میاشتو په موده کې به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.
د خبرپاڼې له مخې چې د قیصار- لامان سړک د هېواد د حلقوي سړک برخه ده چې د فاریاب ولایت څخه پیل، د بادغیس ولایت د یو شمېر ولسوالیو څخه په تیریدو د هرات ولایت تر حدودو پورې رسیږي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د دې پروژې د کار په جریان کې به د هېواد یوشمېر ماهرو او غیرماهرو کارګرو د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو اوکرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

اړوند خبرونه