ډېر لوستل شوي

غزني کې د څه باندې ۵ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه جوړېږي

د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د پنځه میلیون ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې دا شبکه د ډاکار موسسې له لوري د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ جوړېږي، او ۲۴۳ کورنیو به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
د سرچینې په وینا چې په دې شبکه کې ۱۴۰ متره ژور څاه کیندل، د ۴۰ مترمکعب په ظرفیت د اوبو یوې زېرمې جوړول، د ۹۳ نلکو نصب او د ۸ زره ۳۷۵ متره پایپ غځول شامل دي.
بلخوا د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژې پر پلې‌کېدو خوښي ښودلې او هلته یې د ورته نورو پروژو د پیلېدو غوښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه