ډېر لوستل شوي

برېښنا سکټور کې له کورنیو خصوصي شرکتونو سره د پنځو سترو پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک شوي 

د افغانستان برېښنا شرکت له کورنیو خصوصي شرکتونو سره د شاوخوا ۷۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت د پنځو سترو پراختیایي پروژو د عملي‌کېدو تړونونه لاسلیک کړي دي. 

د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې چې په دغو پروژو کې د څلورو سترو سبسټېشنونو جوړول او همداراز د کابل ښار ۶ ام فيډر د اضافه بارۍ ستونزې حل او اړونده تخنيکي اړتياوو پوره کول شامل دي.

سرچینې لیکلي: “د پروان ولايت باريکاب صنعتي پارک لپاره د ۳۶۹٫۲ ميليون افغانيو په ارزښت د سبسټېشن جوړول، د ۲۰۶٫۸ ميليون افغانيو په لګښت په غزني او زابل ولايتونو کې د قره باغ مقر او شاجوی درېيو سبسټېشنونو جوړول او همداراز په پلازمېنه کابل کې د ۱۳۷٫۴ ميليون افغانيو په ارزښت د ۶ ام فيډر اضافه بارۍ او اړونده تخنيکي اړتياوو پوره کولو پروژې شاملې دي.” د افغانستان برېښنا شرکت همداراز ویلي چې قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه شوې چې د تړون له ژمنو سره سم، ټولې چارې په لوړ کيفيت او ټاکلي وخت سره بشپړې کړي.

اړوند خبرونه