اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت خبر ورکړی، چې د سفارت پلاوي له هغې افغان کډوالې کورنۍ څخه لیدنه کړې، چې تېره ورځ (د سلواغې ۱۵مه) یې لواړګي سیمه کې د کډو بار موټر چپه شوی و.
یاد سفارت ویلي، دې پېښه کې پنځه کسان ټپیان دي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د سرچینې په خبره، چې ګمارل شوي هیئت د پېښې له ځای لیدنه کړې او زیانمنې کورنۍ سره یې مرستې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د سخت ژمي رارسېدو سربېره لا هم پاکستانی رژیم په جبر افغان کډوال کډوالۍ ته اړ کوي او مېنې یې ورته د ماشینریو په وسیله ویجاړوي.

