د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو مرستيال مولوي باز محمد حمیدي د فراغت غونډې پر مهال فارغ شویو زدهکړیالانو ته ويلي، چې د پوځ او نظام په برخه کې تر لاسه کړې زدهکړې باید په ټولنه کې عملي کړي او ترې اغېزمنه ګټه واخلي.
په دې مراسمو کې د اميد راډيو خبريال وايي، ښاغلي حميدي له فارغینو غوښتي چې په ټولنه کې له ولسي وګړو سره داسې کړنې او سلوک وکړي، چې خلک ترې اغېزمن شي او پر نظام باور لا پیاوړی شي.
د ملي دفاع وزارت د تعليماتو مرستيال همداراز ټینګار کړی، چې فارغ شوي زدهکړیالان باید د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له عدل او مساوات څخه کار واخلي او دا ارزښتونه د خپلې دندې بنسټ وګرځوي.

