د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم فارغ شویو ځوانانو ته په خبرو کې ويلي، چې دوی پورې د ټولنې هیلې تړلې دي او اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د خلکو هیلې په عمل کې پوره کړي.
ښاغلي نديم ټینګار کړی، چې فارغان باید یوازې د ځان لپاره کار ونهکړي، بلکې د ټولنې او اسلام د خدمت لپاره خپلې دندې ترسره کړي.
د اميد راډيو خبريال د نويو فارغو شويو په غونډه کې د شيخ ندا محمد نديم په حواله ويلي، چې د دندې پر مهال باید دا مفکوره ولري، چې دوی د اسلام خادمان دي، او خپل مسوولیتونه له همدې روحيې سره مخ ته یوسي.
د لوړو زده کړو وزیر همداراز زياته کړې، چې فارغ شوي ځوانان باید مسوولیت منونکي وي، په خپلو اړوندو برخو کې پوهه تر لاسه کړي او د عدالت له مخې خپلې دندې ترسره کړي.
نوموړي څرګنده کړې، چې په ځوانانو او مشرانو کې دا وړتیا او قوت شته، چې په هېواد کې پرمختګ رامنځته کړي او د ټولنې د سوکالۍ لپاره کار وکړي.

