ډېر لوستل شوي

ملا نورالله نوري: وسله‌وال ځواک باید په پرمختللې او نوې ټکنالوژۍ کې لا نور مهارتونه زده‌کړي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري فارغ شویو ځواکونو ته ويلي، چې د هېواد راتلونکی د نویو فارغو شويو په لاس کې دی، نو باید له پوره هڅو سره داسې کړنې ترسره کړي چې اسلام او افغان ټولنه پرمختګ ته ورسېږي.

د اميد راډيو خبريال د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ ۱۷ دورې فراغت غونډې په مراسمو کې د ښاغلي نوري په حواله ويلي، چې اسلامي نظام د ډېرو قربانيو په پايله کې راغلی او په همدې قربانيو سره ساتل کېدای شي.

د وزير په وينا، د هېواد ټول لګښتونه د داخلي عوایدو له لارې تأمينېږي، چې دا د هېواد او خلکو لپاره د ویاړ ځای دی. نوموړي فارغ شویو ته سپارښتنه کړې، چې لومړی خپل ځانونه او نېتونه اصلاح کړي، او د وحدت، یووالي او اتفاق لپاره کار وکړي.

ملا نورالله نوري همداراز څرګنده کړې، چې وسله وال ځواک باید په پرمختللي او نوې ټکنالوژۍ کې لا نور مهارتونه زده‌کړي او هڅه وکړي، ترڅو د سیالانو سره په مساوي توګه سیال شي.

ښاغلي نوري زیاته کړې، چې د دین، خاورې او اسلامي نظام لپاره وفاداري او د دښمنانو پر وړاندې تل ویښ او بیدار اوسېدل د ټولو مکلفیت دی.

د ويلو ده، چې د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ د زده‌ګړييزو له ۱۷مې دورې څخه ۶۷ تنه ځوانان فارغ شوي دي.

اړوند خبرونه