د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ويلي، چې افغانستان نه چاته زیان رسوي او نه د چا زیان مني، خو که چا د زیان رسولو هڅه کړې وي، نو بې ځوابه نه دي پاتې شوي.
د اميد راډيو خبريال د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ ۱۷ دورې فراغت غونډې په مراسمو کې د ښاغلي برادر په حواله ويلي، ترلاسه شوې زدهکړې باید په ښه توګه عملي شي، د هېوادوالو قربانۍ په پام کې ونیول شي او مسلکي چلند ورسره وشي.
اقتصادي مرستيال زياته کړې، افغانستان له هر هېواد سره د اوږدمهاله او لنډمهاله ګټو لپاره د اړیکو جوړولو لپاره چمتو دی او د پرمختګ په موخه به هڅې جاري وساتل شي.
ملا عبدالغني برادر خبر ورکړی، چې راتلونکو څو ورځو کې به د پانګوالو لپاره د یوه کال څخه تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان شي، او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته هدایت شوی، چې د پانګوالو لپاره د ځمکو د وېش هڅې وکړي.
ښاغلي برادر ټینګار کړی، چې هېوادونه باید د سیاسي تعامل له مخې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پراخې کړي، او د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره د افغان حکومت له پالیسي سره سم په همغږۍ کار وکړي.

