د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملي دفاع وزارت اړوند په فراغت غونډه کې خبر ورکړی، چې راتلونکو څو ورځو کې به د پانګوالو لپاره له یوه کال څخه تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان شي.
د اميد راډيو خبريال د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ ۱۷ دورې فراغت غونډې په مراسمو کې د ښاغلي برادر په حواله ويلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته هدایت شوی، چې د پانګوالو لپاره د ځمکو د وېش هڅې وکړي، څو پانګوال په اسانۍ سره خپلې پانګې په افغانستان کې ولګوي.
د ويلو ده، چې د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ د زدهګړييزو له ۱۷مې دورې څخه ۶۷ تنه ځوانان فارغ شوي دي.

