ډېر لوستل شوي

د ټاپي پروژو د پاتې چارو کار روان دی

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د پاتې چارو په بشپړولو او ددې پروژې پر پرمختګونو غږېدلی دی.

په دغه کتنه کې د چې د ترکمنستان سفیر هم و، شیخ شهاب الدین دلاور د یادې پروژې پر وروستیو پرمختګونو وغږېد او په ټینګار یې وویل چې د ټاپي پاتې چارې هم باید ژر تر ژر بشپړې شي.

ښاغلي دلاور زیاته کړې چې د یادې پروژې د مسیر د ځمکو استملاک او د ګازو نل لیکې د تېرېدو ځای په اړه د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ یوه طرحه چمتو کوي، تر څو چاپیریال ته زیان ونه رسيږي.

د ټاپي پروژې رئیس هم ویلي چې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او په نږدې راتلونکې کې د یادې پروژې د عملي کار  د پیل پر څرنګوالي به له خپلو شریکانو سره بحثونه زیات کړي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت لا له وړاندې د ټاپي پروژې د کارونو د چټکتیا او بشپړتیا لپاره هراړخیز ډاډ ښودلی او د همکاری ټټر یې وهلی دی.

اړوند خبرونه