ډېر لوستل شوي

لوګر کې له ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د ملک سلمان بنسټ له لوري د خوراکي توکو مرسته کېږي

له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو د لاسنیوي په دوام، تازه په لوګر کې د ملک سلمان بنسټ له لوري په ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو د مرستې د وېش بهیر پیل شوی دی.
امید راډیو ته د رالېږل‌شوې خبرپاڼې له مخې چې له راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې دا لړۍ نن د لوګر په مرکز، پل‌علم کې د ځانګړو مراسمو پرمهال پیل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ او د توحید موسسې په تخنیکي همکارۍ دا مرستې به نن او سبا وېشل کېږي.
سرچینې لیکلي چې د خوراکي توکو په دې مرسته کې اوړه، غوړي، وريژې، لوبيا او بوره شامل دي.
د يادولو ده چې ملک سلمان بنسټ تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولايتونو کې له راستنو شویو او د طبیعي پېښو له امله ځپل‌شویو زرګونه کورنیو سره د بېلابېلې توکو مرستې کړې دي.

اړوند خبرونه