ډېر لوستل شوي

ارام سمندر کې پر يوې کښتۍ د امريکايي پوځ بريد؛ دوه تنه وژل شوي او يو ژوندی نيول شوی

د امریکا پوځ په ارام سمندر کې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
د امریکا سويلي قوماندانۍ ویلي، وژل شوي کسان د نشه‌یي توکو قاچاق‌کوونکي وو.
د سویلي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یادې ډلې د ختیځ ارام سمندر له لارې د نشه‌یي توکو قاچاق تنظیم کړی وو.
بلخوا، د هوايي جګړو د څار بنسټ «اېر وارس» وايي، امریکا د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې په ارام او کارابین سمندرونو کې لږ تر لږه ۳۵ بریدونه کړي، چې پکې ۱۲۸ کسان وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې د امریکا پوځ د سلواغې په ۱۶مه هم په ارام سمندر کې ورته برید کړی و، چې هغه مهال هم دوه تنه پکې وژل شوي وو.

اړوند خبرونه