ډېر لوستل شوي

‏د لوی کندهار یو شمېر اوسېدونکو د کابل ښاروال فعالیتونه وستایل

کابل ښاروالي په خپل رسمي اېکس لیکلي چې د لوی کندهار یو شمېر اوسېدونکو د یوې ناستې په ترڅ کې د ښار د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د کابل د ښاروال مولوي عبدالرشید کړنې او لاسته راوړنې ستایلي دي.
کابل ښاروالي د کندهار د مخورو له قوله لیکلي چې د کابل د ښاروال په پرلپسې مدبرانه هڅو او هوښیار مدیریت کابل ښار کې بېسارې پروژې پلې کړي او د ښاریانو په زړونو کې یې ځای موندلی.
د غونډې ګډونوالو د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو کړنې هم ستایلي او د کابل ښاروال ته یې له افغاني دود سره سم د قدرانۍ پګړۍ ور په سر کړې.
دې غونډه کې د کابل ښاروال ویلي چې د نویو سړکونو او پلونو په مټ به ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه، د کابل ښاریان به هوسا او ښاري ننګونې به له منځه ولاړې شي.
ویل کیږي چې د ا.ا.ا له لارښوونې سره سم، کابل ښاروالي په کندهار کې هم یو شمېر پروژې طرحه او ډیزاین کړي دي.
یاده دې شي چې د کابل ښاروال وخت ناوخت په خواله رسنیو کې هم سرټکی ګرځي او ګڼ هېوادوال یې کړنې ستایي.

اړوند خبرونه