د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري وايي، افغانستان د ډبرو سکرو، طبیعي ګاز او بادي انرژۍ له پلوه مناسب چاپېریال لري او کولای شي د برېښنا او انرژۍ د تولید په برخه کې ترې اغېزمنه ګټه واخلي.
د اميد راډيو خبريال د افغانستان برېښنا شرکت او د عزيزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د توليد تړون په مراسمو کې د ښاغلي بدري له قوله ويلي، د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو پیاوړي او معیاري کانونه شته، چې د برېښنا د روانو پروژو لپاره به ترې استفاده وشي.
د کانونو او پټروليم وزير په وينا، ياد وزارت چمتو دی چې د ورته پروژو لپاره د ګازو د برابرولو زمینه هم برابر کړي.
وزير د ټاپي پروژې د پرمختګ یادونه کړې او زياته کړې يې ده، چې د دې پروژې چارې تر ډېره په منظم ډول مخته روانې دي.
ملا هدایتالله بدري پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کړی چې افغانستان ته راشي او د انرژۍ او کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي.

