د افغانستان برېښنا شرکت رييس ملا عبدالحق همکار وايي، ټاکل شوې چې د هېواد په برېښنا سکتور کې د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د توليد د پنځو پروژو د پيل تړون لاسليک شي.
د اميد راډيو خبريال د لوړپوړو چارواکو او د عزيزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د توليد تړون په مراسمو کې د ښاغلي همکار په حواله ويلي، دې پروژو کې به په کابل کې ۱۰۰ مېګاواټه، پروان کې ۱۰۰ مېګاواټه، غزني کې ۱۳۰ مېګاواټه، تخار کې ۱۶۵ مېګاواټه لمريزه برېښنا او ۳۵۰ مېګاواټه د ډبرو سکرو پر بنسټ برېښنا توليد شي، چې ټوليز ظرفيت يې ۸۴۵ مېګاواټه ته رسېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت رييس زياته کړې، د دې پروژو ټوليز ارزښت ۴۶۳ ميليونه امريکايي ډالره، چې شاوخوا ۳۰ ميليارده افغانۍ اټکل شوی دی.
د ښاغلي همکار په وينا، د لمريزې برېښنا پروژې به په دوو کلونو او د ډبرو سکرو پروژه به په درېيو کلونو کې بشپړې شي.
ملا عبدالحق همکار ټينګار کړی، چې د دغو پروژو په پليکېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره او د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې به هم مثبت اغېز ولري.
نوموړي د عزيزي ګروپ له پانګونې مننه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې دا ډول پانګونې به د هېواد د انرژۍ د ځانبسياینې پر لور مهم ګام وي.

