ډېر لوستل شوي

میرویس عزیزي: د برېښنا پروژو لپاره ټول اړین وسایل پېرل شوي

د عزیزي ګروپ عمومي رييس میرویس عزیزي وايي، که هر څوک د هېواد لپاره خپل مسوولیت ادا کړي، افغانستان به د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي.

د اميد راډيو خبريال د افغانستان برېښنا شرکت او د عزيزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د توليد تړون په مراسمو کې د ښاغلي عزيزي په حواله، د برېښنا او انرژۍ سکتور د هېواد له اساسي او حیاتي برخو بللی او په وينا يې، افغانستان که څه هم د کانونو له پلوه بډایه دی، خو د دغو سرچینو د اغېزمنې استفادې له لارې کولای شو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه او اسانتیاوې برابرې کړو.

ميرويس عزیزي ټینګار کړی، چې د برېښنا د تولید د روانو پروژو موخه یوازې انرژي برابرول نه، بلکې د اقتصادي بحران کمول او د صنعتي ودې لپاره زمینه سازي ده.

د نوموړي په وینا، د برېښنا په شتون سره به ګڼې کارخونې فعالې او میلیونونو کسانو ته به د کار زمينې برابر شي، څو هېوادوال له بهرنیو هېوادونو له احتیاجه خلاص او په خپل هېواد کې پر دندو وګمارل شي. د ياد ګروپ عمومي رييس د اسلامي امارت له مسوولینو د همکارۍ مننه کړې او زیاته کړې يې ده، چې د یادو پروژو لپاره اړین وسایل پېرل شوي او عملي چارې به یې په منظم ډول پرمخ ولاړې شي.

اړوند خبرونه