د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني وايي، د نوي کابل ښار د اقتصادي پرمختګ په موخه د کابل–بګرام سړک د رغونې چارې پیلېږي، چې د نورو سیمو ترڅنګ به د نوي کابل ښار لپاره هم ارزښتناکې پایلې ولري.
د اميد راډيو خبريال د نوي کابل ښار پروژې اړوند د کابلــبګرام مهم سړک د عملي چارو د پيل پرانېستغونډه کې د ښاغلي حقاني په حواله ويلي، چې د دې پروژې عملي چارې تر دې وړاندې پیل شوې وې، خو قانوني بهیر یې بشپړ نه و، چې اوس د دې ښار ټولې قانوني چارې بشپړې شوې دي.
د ښاغلي حقاني په وینا، نوی کابل ښار به په شاوخوا ۳ لکه او ۷۰ زره جریبه ځمکه کې جوړ او نږدې درې میلیونه هېوادوالو ته به د استوګنې زمینه برابره کړي.
د وزير په وينا، د کابل–بګرام نوی سړک به ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی ولري، چې د اسلامي امارت له بودیجې څخه به د ۴۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ورغول شي.
مولوي نجیبالله حیات حقاني ټینګار کړی، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رغونې او پراختیا پروژو پلي کولو ته ژمن دي او هڅه کوي د عصري ټکنالوژۍ پر مټ خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

