ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر: کابل–بګرام سړک ستراتیژیک او لوړ اقتصادي ارزښت لري

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل–بګرام سړک له مهمو ستراتیژیکو سړکونو څخه بللی او په وينا یې، د دغه سړک ارزښت یوازې ټرانسپورټي نه، بلکې اقتصادي اړخونه هم لري او د نوي کابل ښار لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د اميد راډيو خبريال د «نوي کابل ښار پروژې اړوند د کابل‌ــ‌بګرام سړک د عملي چارو د پيل پرانېست‌غونډه» کې د ښاغلي برادر په حواله ويلي، یاد سړک به د برقي بسونو او عامه ټرانسپورټي وسایطو لپاره ځانګړې لار ولري او ترڅنګ به یې د کوچنیو موټرو او پلي تګ راتګ لپاره هم جلا لارې جوړې شي.

د اقتصادي مرستیال په وينا، د دې سړک اقتصادي ارزښت لوړ دی، ځکه ګڼ شمېر کارخونې پر همدې لوري کې دي او د پروژې پلي‌کېدل به خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته‌کېدو کې هم مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز له بهر مېشتو افغان پانګوالو غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي او په کور دننه پانګونه وکړي، ځکه د اسلامي امارت له لوري د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه او اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند همداراز ویلي، چې هېوادونه یو بل ته اقتصادي اړتیاوې لري او افغانستان د اقتصادمحوره سیاست، په کورنیو چارو کې د نه مداخلې اصل او سرتاسري امنیت له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې غوښتونکی دی.

اړوند خبرونه