ډېر لوستل شوي

نوي کابل ښار کې د کابل–بګرام سړک د عملي چارو د پيل پرانېسته وشوه

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا په برخه کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو عملي چارې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د رييس‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او ګڼو لوړپوړو چارواکو په شتون کې پیل کړې.

د اميد راډيو خبريال د چارواکو په حواله ويلي، یاد سړک به د برقي بسونو او عامه ټرانسپورټي‌ــ‌کوچني وسایطو او پلي تګ لپاره ځانګړې لارې ولري، چې د ټرانزیټي او اقتصادي موخو لپاره به مهم رول ولوبوي. ياده پروژه د نوي کابل ښار ماسټر پلان سره سم، د ښاري پراختیا، د خلکو د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګام بلل شوی دی.

اړوند خبرونه