ډېر لوستل شوي

د ټولګټو وزیر د بګرام – جبل‌السراج دویم لین سړک رغنیزو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني پروان ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک د لیدنې پرمهال د کار چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت بشپړولو په اړه سپارښتنې کړي دي. 

 د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي ثاني د پروان ټولګټو رییس او تخنیکي کارکوونکو ته دنده سپارلې چې له یادې پروژې څخه په دوامداره او منظم ډول څارنه وکړي. 

د سرچینې په وینا چې د یاد سړک د اساسي رغونې چارې د پخواني ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بیا قرارداد شوې دي.

“د بګرام– جبل السراج دویم لین سړک د پروان ولایت له بګرام دوه لارې څخه پیل بیا تر جبل السراج ولسوالۍ پورې غځول کیږي، چې شاوخوا ۲۵.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰.۲ متره پلنوالی لري او د افغانستان د مرکزي او شمالي ولایتونو ترمنځ د ترانسپورتي نښلونې په برخه کې مهم او اساسي رول لري.” د ټولګټو وزارت همداراز ویلي چې یاد سړک خلکو او موټرچلوونکو ته ترافیکي ستونزې رامنځته کړې وې او اوس یې رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي.

اړوند خبرونه