د جوزجان ولایت په مرکز کې تېره شپه څلور وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د یاد ولایت امنیتي مسوولین وايي، یاد کسان د جوزجان مرکز اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې په جلالاباد کلي کې د یوه استوګنیز کور د لوټ هڅه کوله.
مسوولین زیاتوي، چې دغو وسلهوالو د کور د غړو لاسونه تړلي وو او له هغه ځایه یې نغدې پیسې او د سرو زرو زیورات له ځان سره وړي وو.
د سرچینې په خبره د کره کشفي او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي له امنیتي مسوولینو، د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو ریاست، چټک غبرګون قطعې او اړوندو مسوولینو سره یو ځای د عاملینو د نیولو عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې وسلهوالو کسانو د امنیتي ځواکونو له لوري د کلابندۍ پر مهال پر ځواکونو ډزې کړې او د تېښتې هڅه یې کوله، چې په متقابل اقدام کې ټول څلور تنه له منځه وړل شوي دي.
ويلکېږي، د وژل شویو کسانو جسدونه د عدلي او قضايي ارګانونو تر لومړنیو څېړنو وروسته ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

