ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت: صهیونستان نړیوالو قانونو او بشرپالنې ته ژمن نه دي

اسلامي امارت په اشغالي فلسطین کې د اسراییلو له لوري د نویو ښارګوټو جوړول په کلکو ټکو غندلي دي.

 بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي رژیم له لوري د اشغالي فلسطین اغوار  پر ځمکو دصهیونستانو له خوا 

د ښارګوټو جوړول په کلکه وغندل.

دغه وزارت وړاندې وایيد صهیونیستي رژیم وروستۍ کړنې ښيي، چې اسراییل نړیوالو او په ځانګړي ډول بشرپالهقوانینو ته ژمن نه دي او د داسې یو اړخیزه اقداماتو دوام او د فلسطینیانو د حقونو له پامه غورځول به حالات نور همکړکېچن کړي.

 اسلامي امارت له نړیوالو او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د فلسطین مظلومو خلکو د ملاتړ پهموخه خپل قانوني، اخلاقي او انساني مسولیت ادا کړي او اشغالګر په فلسطینۍ خاوره کې له کورونو جوړولوراوګرځوي.

اړوند خبرونه