ډېر لوستل شوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزير: افغانستان ته د ناوړو ارادو درلودونکي به سخت ځواب ترلاسه کړي

د ارشاد، حج او اوقافو وزير شيخ نورمحمد ثاقب وايي، د شوروي اتحاد ځواکونو د اشغال په لومړي پړاو کې له زرګونو ټانګونو او الوتکو سره يو لک او ۲۰ زره اشغالګر سرتېري راولېږل، خو بيا هم افغانانو د قهرمان ملت په مېړانه دوی مات او له هېواد يې وشړل.

ښاغلي ثاقب د سلواغې ۲۶مې په وياړ جوړو شويو مراسمو کې ټینګار کړی: “ټولو هېوادونه بايد په دې پوه شي، سترګې دې نه برګوي پلمې دې نه لټوي، موږ د جهاد خوند څکلی او ورسره بلد يو.” د ارشاد، حج او اوقافو وزير خبرداری ورکړی، هر هغه څوک چې ناوړه اراده ولري او غواړي افغانستان ته زیان ورسوي، ورته به سخت ځواب ورکړل شي.

اړوند خبرونه