د نشهیي توکو په برخه کې د همغږۍ رييس مولوي شمسالله رشاد وايي، چې اسلامي امارت د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې په موخه په هېواد کې بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د کورنيو چارو وزارت د «نشهیي توکو د استعمال د زیانونو په اړه د پوهاوي پروګرام» کې د ښاغلي رشاد په حواله ويلي، د عامه پوهاوي پروګرامونه د هېواد په ۶۴ ولسوالیو کې هم ترسره شوي، څو خلک د نشهیي توکو د زیانونو په اړه خبر کړل شي.
مولوي شمسالله رشاد له علماوو او قومي مشرانو غوښتي، چې د خپل نفوذ او اغېز څخه په ګټې اخیستنې خلکو ته د نشهیي توکو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړي او د دې ناوړه پدیدې پر ضد مبارزه کې ونډه واخلي.

