د درملو او صحي محصولاتو د توریدي ټولنې مشر محمد یعقوب منګل وايي، چې په هېواد کې د درملو کیفیت او کمیت ته اوس ځانګړې پاملرنه کېږي.
د اميد راډيو خبريال د «روفي ګلوبل ګروپ(RGGC) په نوښت د ۲۰۲۶ كال د درملو صنعت د نوښت او همكارۍ سرمشريزه» کې د ښاغلي منګل په حواله ويلي، چې تېر وخت کې هر ډول درمل راوړل کېدل او مخنیوی یې نه کېده، خو اوس هېواد ته د ټیټ کیفیت درملو د رالېږد مخه نیول شوې ده.
نوموړي له دولت څخه غوښتي، چې د درملو په برخه کې پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي او ملاتړ یې وکړي.
محمد یعقوب منګل ټینګار کړی، که د درملو کیفیت ته پوره پاملرنه وشي، نو د ولسونو روغتیا ښه کېږي او د ډاکترانو اعتماد او باور به هم لوړ شي.

