ټاکل شوې، چې د اقتصاد وزارت له لوري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند دفترونو، اروپایي ټولنې او یو شمېر نړیوالو مرستهکوونکو بنسټونو له مسوولینو سره مهمه ناسته پیل شي.
د اميد راډيو خبريال وايي، په دې ناسته کې به د ۲۰۲۶ میلادي کال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو او د افغانستان د پراختیايي تګلارې د لومړیتوبونو د تحقق، همغږۍ او متوازن پرمختګ پر موضوعاتو بحث وشي.
ویلکېږي، چې یاده ناسته د افغانستان د پراختیايي لومړیتوبونو د پلي کېدو، د نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د متوازن اقتصادي پرمختګ د زمینې برابرولو په موخه جوړېږي.

