د امارتي شرکتونو لوی رييس مولوي احمد جان بلال په مشرۍ پلاوي بېلاروس هېواد ته سفر کړی دی.
د ياد شرکت وياند نبي ارغنيدوال پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، په دې پلاوي کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش، د بهرنیو چارو وزارت استازي او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ټیم شامل وو.
افغان پلاوي د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت وزارتونو چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو مسایلو په اړه خبرې کړې او د دولتي تصدیو او سترو صنعتي شرکتونو لکه« MAZ، BELAZ، MTZ، AMKODOR»، د ملي علومو اکاډمۍ او د مینسک الکتروتخنیکي کارخونې يې لیدنه کړې ده.
د ارغنديوال په وينا، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د صنعت، کرنیزو ماشینالاتو، ودانیزو توکو، د خوړو خوندیتوب، عامې روغتیا او زدهکړو په برخو کې به دوهاړخیزې همکارۍ او تخنیکي اړیکې لا پیاوړې کړي.

