ډېر لوستل شوي

بدخشان کې سیند ته د موټر غورځېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي 

د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په د کشم او تشکان ولسوالیو ترمنځ سیند ته د یو موټر غورځېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي. 

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه په «تشکان پُل» سیمه کې سیند ته یو فرونر موټر د غورځېدو له امله شوې ده.

د سرچینې په وینا چې تر دې دمه څلور جسدونه را ایستل شوي او د یو بل د موندلو هڅې روانې دي. 

د بدخشان امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان ټول د «ارګو» ولسوالۍ اوسېدونکو وو، او تر اوسه د دې خونړۍ پېښې نه دی په ډاګه شوی.

لکه تېرو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه