ډېر لوستل شوي

سلواغې میاشت کې تر ۱۰ زرو زیاتو کسانو ته د زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۰ زره او ۳۷۴ کسانو ته د زېږون کارتونه وېشل شوي دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ولایت د ۵ زره او ۸۵۵ کارتونو په وېشلو سره تر ټولو ډېره ونډه لرلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، ورپسې خوست ولایت د یو زر او ۱۸۳ او ننګرهار ولایت د یو زر او ۶۶ کارتونو په وېشلو سره په دويم او درېیم مقام کې راغلي دي.

اړوند خبرونه