ډېر لوستل شوي

غزني ښار کې په نشه‌يي توکو ۱۸ روږدي راټول شوي 

د غزني امنیې قومانداني وایي چې په یاد ښار کې په نشه‌يي توکو ۱۸ روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره د «بهار» په نوم ۵۰۰ کس‌ییز روغتیايي کمپ ته لېږدول شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په یاد کمپ کې اوسمهال له ٥٠٠ زيات کسان تر درملنې لاندې دي او په زرګونو کسان له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.  

د غزني امنیې قوماندانۍ مسوولینو همداراز ویلي چې په یاد روغتيايي کمپ کې روږدو کسانو ته د دیني زده‌کړو تر څنګ د نشه‌يي توکو د زیان په اړه هم عامه‌پوهاوی ورکول کېږي. د یادولو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او په دې موده کې سلګونه زره روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.

اړوند خبرونه